برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :

افغانستان کې د فقر او لوږې زیاتوالی

فقر

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.


د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه رابسي.

دغه سازمان زیاته کړه چې دا مهال څلور میلیونه ماشومان او امیندواره میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې دغه سازمان په افغانستان کې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!