برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۸ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د فقر او لوږې زیاتوالی

د افغانستان یو پر څلورمه برخه وګړي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.


د خوړو نړیوال پروګرام د لوی اختر په مناسبت وویل چې په میلیونونو خلک دا اختر لمانځي او له خپلو کورنیو سره د خوراک او څښاک لپاره د دسترخوان شاوخوا راټولېږي، خو د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک هر ماښام لوږه بستر ته ځي.

دغې ادارې په ایکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره د اختر په مناسبت په افغانستان کې له اړو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې وزلي او لوږه نوره هم پراخه شوې ده.

 

شریک یي کړئ!