برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د برتانیې د سفارت د بیا پرانستلو په اړه څیړنه

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وويل، موږ په افغانستان کې د خپل سفارت د بيا پرانستلو پر غوښتنې غور کوو.


د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندريو ميچل ويلي، هېواد يې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لرې دی، خو د دغه هېواد چارواکي له طالبانو سره په منظمو اړيکو او خبرو بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې په کابل کې د برتانیې د سفارت بیا پرانستل د یوه انتخاب په توګه تر غور لاندې دي، خو ټینګار یې وکړ چې پر طالبانو د خپل چلند د بدلولو لپاره سیاسي فشارونه دوام لري.

مچل وویل، بریتانیا له طالبانو سره یوازې عملي خبرې لري، خو سیاسي او امنیتي وضعیت په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د بیا پرانستلو لپاره مساعد نه دی.

د انګلستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دغه څرګندونې د انګلستان د پارلمان د غړي او د بریتانیا د استازو د جرګې د دفاعي کمیټې د پخواني مشر توبیاس ایلوډ د غوښتنې په ځواب کې وکړې.

ایلوډ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خلکو طالبانو منلی او بریتانیا باید دا حقیقت ومني او افغانستان ته راستانه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي