برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو جنایتونو افشاکوونکی په بند محکوم شو

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د افشا کولو په تور په ۵ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم شو.


د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک برایډ له خبریالانو سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه د پټو پوځي اسنادو د شریکولو په تور په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.

د اسټرالیا اې بي سي شبکې راپور ورکړی چې مک برایډ د د نظامي رازونو د غلا او افشا کولو تور منلی دی.

د استرالیا حکومت ادعا کړې: هغه اسناد چې مک برایډ افشا کړي د استرالیا امنیت او دفاع له خطر سره مخامخ کوي.

یوه څلور کلنه څېړنه چې د برېټن راپور په نامه یادېږي، په ۲۰۲۰ کال کې موندلې چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې ملکي بندیان وژلي دي.

مک برایډ لومړنی کس دی چې د دې افشاګرۍ په تړاو استرالیا کې په حبس محکوم شوی دی.

دغه شپیته کلن وکیل د محکمې د پریکړې د اعلان په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هغه افشاګرۍ موجه کار وو او د ناسمو کارونو د افشا کیدو لامل شوی دی.

مک برایډ په 2019 کې ونیول شو او د دولتي اموالو غلا ، قانون ماتول او د معلوماتو غیر مجاز افشا کولو په شمول د پنځو تورونو سره مخ دی.

د یادولو ده، چې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو له افشا کېدو وروسته د دغه هېواد پوځ له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

د استرالیا د دفاع وزیر چارډ مارل په دې وروستیو کې ویلي چې د هېواد حکومت یې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته د خسارې د ورکولو پر لارو چارو غور کوي، خو تر اوسه دغه طرحه نه ده عملي شوې.

 

شریک یي کړئ!