برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږد

د قرغزستان د انرژۍ وزارت د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد خبر ورکړ.


د قرغزستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد او تاجکستان به تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.

د راپورونو له مخې، د قرغزستان د انرژۍ وزارت داسې پلان چمتو کړی چې پر اساس به یې دغه هېواد او تاجکستان تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي.

د مرکزي آسیا ټایمز ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، دا پروګرام تر ۲۰۳۵ کال پورې د قرغزستان د انرژۍ د ملي پروګرام یوه برخه ده.

کاسا ۱۰۰۰ هغه پروژه ده چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې برېښنا لېږدوي.

د روان کال په پیل کې قرغزستان له پاکستان او تاجکستان سره د دغې پروژې د بیا احیا په اړه یو ګډ تړون لاسلیک کړ.

شریک یي کړئ!