برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه مخدر مواد تولیدوي

آریانانیوز: ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د نړۍ د نشه یي توکو د تولیدونکو هېوادونو د لست په سر کې دی.


ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې افغانستان لا هم د تریاکو د تولیدونکو هېوادونو د لست په سر کې دی او د نړۍ ۸۰ سلنه مخدر مواد تولیدوي.

د ملګرو ملتونو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۳۲ سلنه ډېر شوی او پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

په همدې حال کې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شوی او اندازه یې صفر ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له پوځي کودتا وروسته د دغو موادو تولید دغه هېواد په نړۍ کې د مخدره موادو په دویم لوی تولیدونکي بدل کړی دی.

په ملګروملتونو کښې د ملګرو ملتو سیمه ایز استازی جرمی دوګلاس وویل: په ختیځې او جنوب ختیځې اسیا او استرالیا کښې تقریباً ټول هیرویین له میانمار څخه صادریږی او دغه هیواد له افغانستان وروسته په نړۍ کښې د تریاکو او هیروینو دوهم تولیدوونکی هیواد دی.

هغه وویل چې دا دوه هیوادونه نه شي پرتله کیدی ځکه چې افغانستان اوس هم څو برابره تولیدات لري.

شریک یي کړئ!