برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان د فوټسال داسیایي په سیالۍ کې دوم مقام ورسید

آریانانیوز: د افغانستان د فوټسال تر شل کلنۍ ښکته لوبغاړو د فوټسال اسیایي اتلولۍ سیالیو په پایلوبه کې د جاپان له لوري له ماتې خوړولو وروسته دویم مقام خپل کړ.



د اسیا په فوټسال سیالیو کې هرکال د آسیا ۱۲ پیاوړي هیوادونه برخه اخلي چې، افغانستان تېر کال دغو سیالیو ته لار پیدا کړه.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې جاپان افغانستان ته د ۱-۳ ګلونو په توپیر ماتې ورکړه او له دې بري سره د ۲۰۱۹ کال اسیايي اتلولي یې وګټله.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کوي.
له دې مخکې افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او جاپان کوربه ایران ته ماتې ورکړې وه.
ولسمشرۍ مانۍ د لوبغاړو د تشویق په موخه تهران ته پلاوی استولی و ترڅو لوبغاړي له نږدې تشویق کړي او ښایې د لوبغاړو د راستنېدو لپاره ځانګړي مراسم هم ونیول شي.
ولسمشر غني د اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي ټيم د نایب اتلولۍ مبارکي ویلي ده.
د ارګ د اعلامیې په خپرولو، د دې ټيم د روزونکو د هلو ځلو مننه کړې ده او د دې ټيم غړیو ته یې په راتلونکو سیالیو کې د لا ‌‌‌‌‌‌ډېرو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ!