برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان ته دوې نوري جنګي هلیکوپټرې ورکول

آریانانیوز: د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پر خپل ټوېټر لیکلي چې یادې هلیکوپټرې نن سې شنبه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شوې.
هند افغان پوځ ته دا دوه روسيې هلیکوپټرې د بلاروس له هیواد څخه اخیستي دي.
د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې اسدالله خالد د یادو هلیکوپټرو د تسلمېدو پرمهال ویلي، چې افغان ځواکونه به د یادو هلیکوپټرو څخه له تروریستانو سره د مبارزې په برخه کې ګټه واخلي.
هند تر دې مخکې هم له افغانستان سره د دوو نورو جنګي هلیکوپټرو وړیا مرسته کړې وه، چې د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، څلور واړه هلیکوپټرې په ۲۰ میلیون ډالرو رانیول شوي دي.
دغه هېواد دوې «MI 35» جنګي هیلکوپټرې د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۶مه او درې نوري روسۍ جنګي هیلکوپټرې تېر کال افغانستان ته ورکړي وې.
هند له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې راځي چې تر دا مهاله یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د څه باندې ۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانۍ جوړول له افغانستان سره د هند له لویو مرستو بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوایي ځواک ٢٢ تنو پیلوټانو په چک جمهوریت کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او پرون د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ١۴ مه فراغت لیکونه او مډالونه ورکړل شول.
د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې افغانستان خپل پیلوټان په امریکا، متحده عربي اماراتو او چیک جمهوریت کي روزي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي