برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانانو ته به د سولې او امن فضا جوړول

آریانانیوز: د طالبانو د قطر دفتر غړی او له امریکايي لوري سره د طالبانو مرکچي پلاوي ګډونوال «خیرالله خیرخواه» وایي، افغانانو د خپلو قربانیو په مټ امریکا ماته کړې او دا اوس د افغان ځوانانو مسئولیت دی، چې ګټل شوې ازادي په پښو ودروي.
خیرخواه چې د افغانستان دسلمې کلیزې په مناسبت رابلل شوې غونډې ته یې وینا کوله، وویل « افغانانو د خپلو قربانیو په برکت امریکا ماته کړې، د ازادۍ هدف امن او سوکالي او په خپل هیواد کې د ارامې او ښه ژوند دی او دا اوس د افغان ځوانانو مسئولیت دی چې ګټل شوې ازادي په پښو ودروي.»
نوموړي زیاته کړه « مونږ ته سخته مرحله را روانه ده، خلک د لاسته راوړونو خبره کوي، مونږ هغو خرابیو او بربادیو ته اندېښمن یو چې په تیرو کلونو کې افغانستان ته راغلي.»
د خیرخواه په خبره، دا مني چې د اسلامي امارت د حکومت په مهال ځینې غلطۍ شوې وې، چې دا ځل به یې اصلاح او د بیا پېښېدلو د مخنیوي هڅه کېږي.

شریک یي کړئ!