برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې

آریانانیوز: طالبانو يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې جګړه به پای ته ورسيږي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له منځه ولاړ شي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د افغانستان اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې او زياتوي، چې کوم پردي پال د سولې د مخينوي لپاره د شګو بندونه جوړوي، دا بندونه به د ولسي غوښتونې مخه ونه شي نیولی
طالبانو يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسيږي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له منځه ولاړ شي
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د افغانستان اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې او زياتوي، چې کوم پردي پال د سولې د مخينوي لپاره د شګو بندونه جوړوي، دا بندونه به د ولسي غوښتونې مخه ونه شي نیولی
ښاغلي شاهين په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېر سپتمبرمياشت په اوومه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې او تور يې لګولی و، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امریکايي عسکر وژلی دی
ښايي د سهيل شاهين د څرګندونو اشاره د افغانستان سولې په اړه د امریکا او طالبانو درېدلو خبرو ته وي، چې کېدای شي، دا خبرې په لنډ وخت کې بېرته پيل شي
دا شونتيا هم شته، چې د سهيل شاهين د ټويټرپيغام اشاره په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هغو څرګندونو ته ويلي، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې جګړې ته دوام ورکړي او طالبان به د جګړې په ډګر کې مات کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي