برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اشرف غني د قانون ماتوونکی

آریانانیوز: د ولسمشري ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي ولسمشر محمد اشرف غني په قانون ماتولو تورن کړ او ويې ويل، د دولت جوړوونکې ټاکنيزې ډلې مشر په وروستيو ګمارنو غواړي له دولتي امکاناتو په ټاکنيزو سيالیو کې ګټه واخلي.



د ژمنې او عمل ټاکنيز ټيم مشر ابراهيم لکوزي پرون ( پنجشنبه د اسد ۱۷مه) کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملي یوالي حکومت باید د دولت وسله‌والو ډلو له لوري د افغانانو د وژلو پر واړندې ځواب ویونکی وي.
د ولسمشري ټاکنو نوماند ټينګار وکړ چې اشرف غني په دولتي ادارو کې د وروستيو ګمارنو او د نويو وزارتونو په جوړولو سره غواړي راتلونکو ټاکنو کې بريالی شي.
الکوزي اشرف غني ته په خطاب کې وويل « نوي وزارتونه دې جوړ کړل، ولې؟ دا ټول کمپاين لپاره دي، کوم قانون کې اجازه درکړل شوې ده؟ ته يو قانون ماتوونکی يې.»
خو د ولسمشري وياند صديق صديقي د ابراهيم الکوزي د خبرو په غبرګون کې سلام‌وطندار ته وويل، محمد اشرف غني سره له دې چې راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی اوس مهال د هېواد جمهور رييس هم دی او د اړتيا پر مهال هر ډول ګمارنه کولی شي.
صديقي زياتوي، د ولسمشري نوماندان دې پر حکومت د نيوکو پرځای خپلې ټاکنيزې برنامې خلکو ته وړاندې کړي.
له دې وړاندې د ولسمشري ټاکنو يو شمېر نوماندانو او د ټاکنیزو شکايتونو خپلواک کمېسيون هم د دولت جوړونې او د ثبات او همپالنې ټيمونه په ټاکنيزو سياليو کې له دولتي امکاناتو په کارونې تورن کړي وو.د ولسمشري ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي ولسمشر محمد اشرف غني په قانون ماتولو تورن کړ او ويې ويل، د دولت جوړوونکې ټاکنيزې ډلې مشر په وروستيو ګمارنو غواړي له دولتي امکاناتو په ټاکنيزو سيالیو کې ګټه واخلي.
د ژمنې او عمل ټاکنيز ټيم مشر ابراهيم لکوزي نن ( پنجشنبه د اسد ۱۷مه) کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملي یوالي حکومت باید د دولت وسله‌والو ډلو له لوري د افغانانو د وژلو پر واړندې ځواب ویونکی وي.
د ولسمشري ټاکنو نوماند ټينګار وکړ چې اشرف غني په دولتي ادارو کې د وروستيو ګمارنو او د نويو وزارتونو په جوړولو سره غواړي راتلونکو ټاکنو کې بريالی شي.
الکوزي اشرف غني ته په خطاب کې وويل « نوي وزارتونه دې جوړ کړل، ولې؟ دا ټول کمپاين لپاره دي، کوم قانون کې اجازه درکړل شوې ده؟ ته يو قانون ماتوونکی يې.»

خو د ولسمشري وياند صديق صديقي د ابراهيم الکوزي د خبرو په غبرګون کې سلام‌وطندار ته وويل، محمد اشرف غني سره له دې چې راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی اوس مهال د هېواد جمهور رييس هم دی او د اړتيا پر مهال هر ډول ګمارنه کولی شي.
صديقي زياتوي، د ولسمشري نوماندان دې پر حکومت د نيوکو پرځای خپلې ټاکنيزې برنامې خلکو ته وړاندې کړي
له دې وړاندې د ولسمشري ټاکنو يو شمېر نوماندانو او د ټاکنیزو شکايتونو خپلواک کمېسيون هم د دولت جوړونې او د ثبات او همپالنې ټيمونه په ټاکنيزو سياليو کې له دولتي امکاناتو په کارونې تورن کړي وو

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي