برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

استرالیا به په افغانستان کې د پوځي قومندانانو مډالونه بیرته واخلي

آریانانیوز: د استرالیا د دفاع وزارت په افغانستان کې د استرالیا پوځ ته د منسوبو جرمونو په اړه د یوه راپور له خپرېدو وروسته په پام کې لري چې د افغانستان په ماموریت کې د خپلو پوځي قوماندانانو مډالونه بېرته واخلي.


د استرالیا کینبرا ټایمز د دفاع وزیر ریچارډ مارلز په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د برتانیې د “کرکه وړ” راپور د موندنو له مخې له هغو کسانو څخه مډالونه بېرته اخیستل کیږي چې په افغانستان کې یې د قوماندې په پوستونو کې دنده ترسره کوله.

ریچارډ مارلز په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تورونه یو «ملي شرم» بللی او ویلي یې دي چې له پوځي قومندانانو د مډالونو د بېرته اخیستلو په خاطر باید له دوی سره خبرې وشي. مارلز په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د عملیاتو په اړه خپاره شوي راپور ته په اشارې سره وویل، «دا یو اساسا مهم راپور دی او باید په ډېر احترام ورسره چلند وشي.

د بريتانوي رسنيو موندنې ښيي چې يو شمېر اسټراليايي پوځيانو چې په افغانستان کې يې دنده ترسره کوله، د ٢٠٠٧ او ٢٠١٣ کلونو ترمنځ په غير قانوني توګه ٣٩ ملکيان او بنديان وژلي او دوه نور يې ازارولي دي.

شریک یي کړئ!