برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اروپايي ټولنې پر طالبانو نوي بندیزونه ولګول

آریانانیوز: اروپايي ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو او الامر بالمعروف و النهی عن المنکر پر سرپرست وزیرانو بندیزونه ولګول.


اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې په دې وروستیو کې یې د لوړو زده کړو او د طالبانو د الامر بالمعروف و النهی عن المنکر د سرپرست وزیرانو په ګډون پر نهو کسانو او درې بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

په دغو بندیزونو کې د سفر بندیز او د طالبانو د ډلې د دغو چارواکو د شتمنیو بندول شامل دي.

باید وویل شي، چې امریکا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په همکارۍ په یوه پټه معامله کې دغه هېواد یو ځل بیا طالبانو ته د څه باندې اوه میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې او له هغې ورځې راهیسې تر پنځو میلیونو ډېر خلک له افغانستانه وتلي او د دغه هېواد اقتصاد نړېدلی دی او د هېواد له نوي سلنه ډېر وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ښځې له زده کړو او کار څخه بې برخې شوې دي.

شریک یي کړئ!