برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اروپايي ټولنه (EU) د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د اعتراض کوونکو د خاموشولو په اړه اندیښنه لري

آریانانیوز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې د طالبانو له خوا د ښځینه لاریون کوونکو د توقیف په غبرګون کې ویلي، چې د ښاریانو خپلسري توقیف د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د طالبانو له ژمنې سره په ټکر کې دی.


د بهرنیو رسنیو له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانانو نیول او ورکېدل د طالبانو دا ادعا هم کمزورې کوي چې د دوی موقت حکومت په خلکو پورې اړه لري.

په همدې حال کې په سیاسي چارو کې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ته ویلي چې طالبان هڅه کوي د ورکې شوې ښځې مظاهره کوونکي ومومي.

دا په داسي حال کې دی چې لږترلږه څلور میرمنې مظاهره کونکي او د یوې میرمنې درې خویندې نیول شوي او لادرکه دي. طالبانو د دوی نیول کېدل نه دي تایید کړي خو ویلي یې دي چې هڅه کوي د موضوع روښانه کړي.

شریک یي کړئ!