برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

اروپايي ټولنه: افغان مېرمنې باید په حکومتولۍ کې ونډه ولري

آریانانیوز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې وايي، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه د اروپايي ټولنې لومړیتوب دی.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پر خپل ټویټر لیکلي: افغان ښځې باید د افغانستان په هره پروسه کې مساوي شریکې وګڼل شي. افغان ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې د خپل ځان لپاره خبرې وکړي او استازیتوب وکړي.

نوموړی وویل، چې دا مسایل په وروستیو ورځو کې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان د ښځو په غونډه کې د لومړیتوب په توګه په ګوته شوي دي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت هم د افغانستان د پرمختګ لپاره په عامه ژوند کې د ښځو پر مساوي او با معنی ونډې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دغه هېواد کې چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی دا مهمه ده چې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي.

دغې ادارې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د یوه راپور په حواله ویلي چې د کار کولو څخه د ښځو مخنیوی د افغانستان اقتصادي وده کموي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، د ښځو پر کار بندیز به د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان ورسوي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې میشل باشلیټ هم ویلي چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره باید ښځې د بدلون په برخه کې فعالې وي او دوی ته فرصت ورکړل شي چې د سولې جوړونې، بشردوستانه او پرمختیایي پروسو مشري وکړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي