برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

احمد مسعود: هېڅ هېواد د ملي مقاومت جبهې ملاتړ نه دی کړی

آریانانیوز: د ملي مقاومت جبهې مشر وايي، د مقاومت جبهه د تخصص، افرادو او سرتېرو کمښت نه لري، خو د اکمالاتو کمبود لري.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، خلک چمتو دي چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي، خو ملاتړ ته اړتیا لري. د هغه په وینا تر ټولو مهمه خبره سیاسي او لوژیستیکي ملاتړ دی. هغه څرګنده کړه: د مقاومت جبهه تخصص، افرادي ځواک او عسکر کمبود نه لري، بلکې د اکمالاتو کمښت لري.

ښاغلي مسعود له اندین ایکسپریس ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه هېڅ حکومت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ نه دی کړی او دغه جبهه د خلکو په ملاتړ له طالبانو سره جګړه کوي.

هغه د جګړې د وضعیت په تشریح کولو سره وویل: له یوې خوا موږ ترهګرې ډلې لرو چې د ځینو ترهګرو ملاتړو هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي او له بلې خوا د افغانستان دیموکراتیک، معتدل او رښتیني وطن پالونکي لرو چې د خپل هیواد لپاره په خالي لاسونو د نړیوال تروریزم پر ضد جنګیږي.

احمد مسعود وویل چې دا جبهه به د هر هغه هیواد مرستې ومني چې له دوی سره مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان د نړیوالو ترهګرو ډلو له ملاتړه برخمن دی او د هېواد پر خلکو ظلم کوی.

شریک یي کړئ!