برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائيه رئيس د ننګرهار او نورستان له قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د نورستان او ننګرهار له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره په داسې حال کې ولیدل، چې د مشرانو جرګې مشر محترم فضل الهادي مسلمیار او د یوشمېر سناتورانو هم ګډون درلود.


په دې ناسته کې لومړی اجرائيه رئيس د هېواد د جید عالم او د هېواد پر ننګ شهید مولوي عبدالظاهر حقاني فاتحه د ارواښاد د درنې کورنۍ غړو او د ننګرهار مشرانو ته وکړه او هغه ته د جنت فردوس دعا وکړه.

ورپسې د ننګرهار او نورستان خلکو خپلې ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی ستونزو ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

د نورستان خلکو په هغه ولایت کې د عمومي سړک د رغولو، د پارون ـ کنډۍ، د کامدیش، برګمټال ـ پارون او یوشمېر نورو هغو سیمو چې غربي نورستان له پارون سره نښولي د سړکونو د رغولو غوښتنه وکړه. همدارنګه یې د نورستان د امنیتي ضعیت د بهبود لپاره د پوځي عملیاتو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې د نورستان له خلکو سره دې شوې ژمنې عملي شي.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د نورستان د سړکونو د رغولو په اړه به ډېر ژر له اړوندو چارواکیو او د نورستان له استازو سره ناسته وکړي او هدایت به ورکړي چې ممکنه چارې ترسره شي.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل، چې د نورستان د امنیتي وضعیت په اړه په ملي امنیت شورا کې بحثونه وکړي او ټولې هغه لارې چارې به و ارزول شي چې له مخې یې په نورستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي