برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائيه رئيس د جوزجان له یوشمېر مشرانو سره ولیدل

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د جوزجان ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره چې په ولسي جرګه او د ولایتي شورا ځينې غړو هم ګډون درلود، لیدنه وکړه.


په دې ناسته کې د جوزجان اوسېدونکیو خپلې ستونزې له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې په دې ولایت کې نا امنۍ خلک اندېښمن کړي او غوښتنه یې وکړه، چې د امنیت د بهبود لپاره دې اقدامات وشي.

هغوی دغه راز زیاته کړه، چې په جوزجان کې خلک د څښلو او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ دی، د وچکالۍ له امله للمي ځمکو هم حاصل نه دی ورکړی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

اجرائيه رئیس وویل، چې د جوزجان د امنیتي مسایلو په اړه په امنیت شورا کې بحث وکړي او د اوبو د تامین لپاره د ترکمنستان له هېواد سره خبرې روانې دي او هم به په کور دننه له پېښو سره د مبارزې په عالي دولتي کمېسیون کې بحث وکړي.

اجرائيه رئيس د جوزجان له اوسېدونکیو سره د غنمو او نورو اړینو توکیو مرسته وکړه او ویې ویل، چې د ستونزو د اساسي حل لپاره به هم اقدامات وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array