برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په علمي چاپېریال کې د طالبانو د لاسوهنې ادعا؛ د کابل پوهنتون تر نیمايي ډېر استادان له هېواده وتلي دي

آریانانیوز: د یوه نوي راپور له مخې د کابل پوهنتون تر نیمايي زیات استادان له افغانستانه وتلي دي.


د بي بي سي پښتو څانګې د معلوماتو له مخې، د کابل پوهنتونونو د هغو استادانو شمېر چې له افغانستانه وتلي اوس له ۴۰۰ تنو څخه اوښتي دي.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، د جمهوريت په اخیر کال کې په کابل پوهنتون کې شاوخوا ٧٨٠ استادانو کار کاوه، خو وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک واخيست، تر نيمايي ډېر استادان له هېواده ووتل.

یوشمېر استادان چې له افغانستانه وتلي دي، له بي بي سي سره په خبرو کې وايي چې له دغه هېواده د وتلو یو اصلي لامل د پوهنتون په چاپېریال کې د طالبانو د حکومت مداخله وه.

یو شمېر استادانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، په افغانستان کې یې د امن ژوند احساس نه کاوه، هغه څه چې د طالبانو حکومت يې نه مني.

یو شمېر استادان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، په افغانستان کې یې د خوندي ژوند احساس نه کاوه، هغه څه چې د طالبانو حکومت يې نه مني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي