برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

۱۳۱ تنه افغان سرتیرو د سختو جګړو وروسته ترکمنستان خاورې ته ور ننوت

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس چارواکي زیاتوي چې دغه سر تیري د یوه سرحدي کنډک په اړنده پوستو کې ځای پر ځای وو چې د جګړې د شدت له امله، له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره له افغان پولې څخه د ترکمنستان خاورې ته ور اوښتي دي.


د بادغیس د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې دغه سرتیري، د خوندیتوب په موخه د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د ترکمنستان خاورې ته ور ننوتي دي.

راپورونه وایي چې له دغو پوستو څخه ۳۱ تنه سرحدي پولیس پرون د سیمې د خلکو په منځګړیتوب د پوستو تر پریښودلو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي