برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, 16 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

په کندوز ولایت کې د طالبانو په برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ، دې ځواکونو او ملکي وګړو ته هم تلفات اړولي دي...


د کندوز د ولایتي شورا غړی ، رباني رباني وویل چې په دې بریدونو کې ۱۲ دولتي ځواکونه او یو ملکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې دغه بریدونه تیره شپه ۱۱ بجې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د اورټیژ بیګ په پوسته ترسره شوي.

په دې نښتو کې د طالبانو د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې وویل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګډ حکومت د تلاشۍ پوسته د سقوط پرمهال لس دولتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ!