برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

پاکستان کې ۱۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي

آریانانیوز: اسلام اباد کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.


په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احمد شکیب په یو لړ ټویټونو کې ویلي: پاکستاني چارواکو په وار وار د مهاجرینو د دوسیو د رسیدګۍ ژمنې کړي، خو د هغوی یو زیات شمیر اوس هم په زندانونو کې دي.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، په تېرو درېيو مياشتو کې له دغو کډوالو څخه ٥٠٠ تنه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ناروغانو په ګډون یو شمېر بندیان به ډېر ژر خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه لیک کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

شریک یي کړئ!