برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مخابراتي شبکو ته د څلور ویشت ساعتولپاره د فعالیت اجازه ورکړل

آریانانیوز: درسنیودرپوټ له مخی وروسته له هغه، چې په دوحه کې طالبان او امریکايي استازي توافق ته ورسېدل او د توافقنامې تر لاسلیک وړاندې یې د جګړې د شدت د کموالي پرېکړه وکړه، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته د څلور ویشت ساعته خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي ازادي رادیو ته ویلي، چې دوی هڅه کوي، ټولې هغه تخنیکي او لوژیستکي ستونزې هم حل کړي، چې په ځینو سیمو کې یې د مخابراتي شبکو د فعالیت مخه نیولې
تر دې وړاندې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې مخابراتي شبکو ته په محدود ډول اجازه ورکوله او د شپې له لوري د مخابراتي شبکو په فعالیت بشپړ بندیز وو
دغه ګام د جګړې د شدت د کموالي له هغې پرېکړې سره هم مهاله اخستل شوی، چې له مخې به یې بهرني او دولتي ځواکونه د طالبانو پر مرکزونو او طالبان به د حکومتي او بهرنیو ځواکونو پر بېسونو بریدونه نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي