برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنج شنبه, ۹ حمل , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مالیې وزیر د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزیر سره د ” کار ملي کنفرانس” په تړاو خبرې وکړې

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو له وزیر ښاغلي فیض الله ذکي، سره وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لوریو د د کار موندنې او په هیواد کې د کاري فرصتونو په اړه د سمې راپور ورکولو په موخه د کار ملي کنفرانس په جوړیدو، د اقتصادي ودې په موخه د سولې او پراختیا له ملي چوکاټ (ANPDF) سره سم د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په پلي کولو، کارموندنې، د کورنیو تولیداتو د کچې په لوړولو او نورو اړوندو مسائلو خبرې وکړې.
ټاکل شوې د کار ملي کنفرانس په نږدې راتلونکې کې په کابل کې جوړ شي.

شریک یي کړئ!