برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ قوس , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له سوريې د امريکايي ځواکونو وتل

آریانانیوز: د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپارښتنه له سوريې د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.


د امريکا ولسمشر ټرمپ پرون د دغه هېواد د دفاع وزارت پنټاګان ته ويلي وو چې له سوريې د ځواکونو د ژر تر ژره ايستلو لړۍ پيل کړي.
د يادونې ده، د داعش پر ضد د مبارزې لپاره په سوريه کې شاوخوا دوه زره امريکايي سرتېري مېشت دي چې په کې د بهرنيو چارو وزارت او استخباراتي مامورين هم شامل دي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې سر له ننه د يو شمېر پوځي مشاورينو او ډیپلوماتو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.
ډونالډ ټرمپ ويلي چې په سوريه کې يې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او هلته نور د امريکايي ځواکونو پاتې کېدو ته اړتيا نشته.
امريکايي ځواکونه په سوريه کې د کردي ځواکونو په ملاتړ د داعش پر ضد عمليات ترسره کول، خو په دې وروستيو کې د کرد ځواکونو پر سر د ترکيې او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوې وې او ترکيې په سوريه کې د کردانو پر ضد عمليات پيل کړي وو.
بلخوا د ټولنيزو شبکو يو شمېر افغان کاروونکي له سوريې د امريکايي ځواکونو وتلو ته د افغانستان له سولې سره تړاو ورکوي.
ليکوال او ژورنالېست عنايت الله کاکړ په فېسبوک کې ليکلي چې روسيې او امريکا پر افغانستان او سوريې يوې پرېکړې ته رسېدلې دي.
د هغه په ګومان، امريکا به له سوريې وځي او هلته به د روسيې د ګټو ملاتړ کوي، بلخوا روسيه يې په بدل کې د افغان سولې په برخه کې د امريکا د هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې به د امريکا د پلانونو پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.
نوموړي هيله ښودلې وه چې له دغه کار سره په افغانستان کې هم سوله ممکنه شوې ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه