برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 19 دسامبر , 2023 لنډ لینک :

طالبان: له خپلو مخالفینو انتقام نه اخلو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ویلي، دښمنان لا هم د افغانستان د بربادۍ په تمه دي او هېڅکله یې باید له پامه ونه غورځول شي.


کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۴مې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې ښاغلي مطفي وویل چې د دې مراسمو ترسره کېدل د افغانستان د ځوان نسل لپاره د هېواد له تاریخ څخه د خبرتیا لپاره مهم دي.

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وویل چې دغه ډله له خپلو سیاسي مخالفینو غچ نه اخلي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه