برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

زاخارووا: داعش هڅه کوي د منځنۍ اسیا ثبات تضعیف کړي

آریانانیوز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده په افغانستان کې د داعش فعاليتونو ته په اشارې سره د دغه هېواد امنيتي وضعيت خراب وباله.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا زیاته کړه: داعش په افغانستان کښې د طالبانو پر ضد د کار کولو ترڅنګ، د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د منځنۍ اسیا د ثبات د کمزوري کولو په لټه کښې دی.

زاخارووا پرته له دې چې کوم مشخص هیواد ته اشاره وکړي وویل چې بهرني استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د تمویل مسولیت لري.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې د داعش او القاعده ملاتړ کوي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، روسیې اعلان وکړ چې د دغه هېواد یو لومړیتوب یې منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د ننوتو مخنیوی دی.

شریک یي کړئ!