برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال د اروپا اتحادې پولیسو له رئیس سره وکتل.

په دغه کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزي د اروپا اتحادې پولیسو له مرستو او همکاریو مننه وکړه ویې ویل:"د اروپا اتحادې پولیسو ټولې مرستې د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ارزښت مندې او بریالۍ دي او موږ هیله مند یو چې د ملي پولیسو د لا ظرفیت لوړنې په موخه د اروپا اتحادې پولیسومرستې لا ډېرې شي."



د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال د اروپا اتحادې پولیسو له رئیس څخه وغوښتل چې د یاد وزارت ستراتيژیک پلان د عملي کولو په برخه کې دې د کورنیو چارو وزارت سره خپله بشپړه همکاري وکړي.
ورپسې د اروپا اتحادې پولیسو رئیس د کورنیو چارو وزارت ستراتیژیک پلان خورا ارزښتمند وباله او د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال ته یې ډاډ ورکړ چې د اروپا اتحادې پولیس به د پخوا په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. د اروپا اتحادې پولیسو رئیس زیاته کړه:”موږ به له افغان ملي پولیسو سره د ظرفیت لوړونې په موخه د لیک لوست زده کړو سربېره د لوړ رتبه افسرانو لپاره یو کلن روزنیز پروګرامونه هم برابر کړو څو لوړ رتبه افسران د یو کلن روزنیزو پروګرامونو وروسته ټیټ روتبه منسوبینو ته روزنیزې زده کړې ورکړي او د خلکو او پولیسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ سبب وګرځي.”

شریک یي کړئ!