برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د څرخي پله زندانیانو اعتصاب څلورمې ورځ

د څرخي پله په درېیم بلاک کې زندانیان د ناسم له چلند له امله له څو ورځو راهیسې اعتصاب کړی دی.


د دې بلاک زندانیان وايي چې د ځانګړو ورځو په پلمه د ولسمشر فرمان هم توپیري وي او کله کله دا فرمان یوازې رسنیو کې خپور شي خو عملي کېږ نه.
د دې بلاک اعتصابي زندانیانو خپلې غوښتنې په لاندې ډول رالېږلې، چې تاسې ته يې کټ مټ خپروو:
لومړۍ ماده: کوم بندي چې له ولایت څخه راوړل کېږي باید الزامیت یې ورسره راوړل شي؛ ځکه چې کله یې د قید موده پوره شي؛ د الزامیت په بهانه بیا تر ډېرې مودې بې سرنوشته په زندان کې پروت وي.
دويمه ماده: د کوم بندي چې قید پوره شي په هغه ورځ باید ازاد شي.
درېیمه ماده: په هر فرمان کې صعب العلاج بندیانو ته فرمان ورکول کیږی او تطبقېږي نه؛ باید ورکړل شوی فرمان عملي او مستحق بندیان ازاد شي .
څلورمه ماده: کبر سن (سپین ږیري) خلک چې په هر فرمان کې اعلانېږي او ازادېږي نه؛ باید د ورکړل شوي فرمان له مخې ازاد شي.
پينځمه ماده: کوم بندیان چې خپل قید پوره کړي باید تضمین ترې وانه خیستل شي؛ ځکه هغه ته ورکړل شوی قانوني قید تېر کړی ده ضمانت د څه لپاره؟
شپږمه ماده: نصف قید ماده باید له تخفیف څخه لرې شي.
اوومه ماده: په بعضو دوسیو کې تخفیفونه لګېدلي وي او د تخفیف پارچې له دوسیې نه ورکې شوي وي باید د پیسو په بهانه ترې تخفیف پارچې لرې نه شي.
اتمه ماده: کوم تقویتي تخفیفونه چې ورکول شوي دي؛ بیرته له مستحقو کسانو اخیستل شوي دي؛ باید پلې شي.
نهمه ماده: کوم فرمان چي رئیس جمهور اعلانوي؛ باید مستثنا پکې نه وي او بدون له توپیره ټولو بندیانو ته علی السویه ورکړل شي.
لسمه ماده: د لسو کالو نه لوړو قیدیانو ته باید د قید مطابق په لوړه کچه تخفیف ورکول شي.
یولسمه ماده: کوم بندیان چي د مرکزي زندان پلچرخي په داخل کې عمومي روغتون سرطبابت ته اتنقالېږي باید ځانګړې لیکه داري جامې ورته وانه غوستل شي.
دوولسمه ماده: لکه څنګه چې قانون دی باید د ولایتونو تبدیلۍ ازادي شي.
دیارلسمه ماده: تقویتي فرمان باید اعلان کړل شي.
دا په داسې حال کې دی چې تازه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم په زندانونو کې د ناسم چلند پخلی کړی دی.
د دې کمیسیون په تازه راپور کې راغلي چې دوی د ځورنې ۱۴ او د بشري سرغړونو ۳۲۹ او موارد ثبت کړي دي، چې باید رسیده ګي ورته وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي