برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, 15 اکتبر , 2021 لنډ لینک :

د افغان حکومت په نه شتون کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغان حکومت د سقوط لامل شوه

آریانانیوز: د سعودي د استخباراتو پخواني مشر ویلي چې د افغان حکومت په نه شتون کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه د دغه هیواد د حکومت د سقوط لامل شوې.


د سعودي د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفیصل له افغانستان څخه د ناټو د سرتیرو په چټک وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د افغان حکومت په نه شتون کې د دوحې تړون د دغه هیواد د حکومت د سقوط لامل شو.

الفیصل سکای نیوز ته وویل: د ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدو وروسته د افغان حکومت سقوط ناگزیر شو.

هغه زیاته کړه: کله چې د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان حکومت په نه شتون کې له طالبانو سره موافقه وکړه ، د دې عمل سره د افغان حکومت مشروعیت رد شو او بایډن هم له طالبانو سره د ټرمپ هوکړه ومنله.

د سعودي د استخباراتو پخواني مشر له افغانستان څخه د متحده ایالاتو او ناټو په چټک وتلو هم انتقاد وکړ.

د متحده ایالاتو حکومت د ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د طالبانو سره د سولې تړون د ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته د پخوانۍ افغان ادارې په نه شتون کې لاسلیک کړ.

تاسو ته یادونه کوو چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست.

شریک یي کړئ!