برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د افغانستان د حزب اسلامي مشر د طالبانو د نوي حکومت د سقوط له خطره اندېښنه څرګنده کړه

آریانانیوز: د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، که اوسنی نظام سقوط وکړي، وضعیت به ډېر خراب شي.


ګلبدین حکمتیار زیاته کړه، که رژیم نسکور شي، متعهد، خدای پاله او ازادي غوښتونکي خلک به په دې هېواد کې د یوې شپې لپاره هم د اوسېدو ځای ونه لري.

نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ چې د ملت مشروع غوښتنې ومني.

حکمتیار زیاته کړه چې په دې صورت کې به حزب اسلامي له طالبانو ملاتړ وکړي.

خو ښاغلي حکمتیار زیاته کړه: که طالبان په غلط لوري روان شي، موږ به یې په منطقي او عاقلانه طریقه سم لوري ته رهبري کړو.

 

 

شریک یي کړئ!