برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اسرائیلو دامنیت تامینول د امریکا ترټولو مهم هدف

دافغانستان د سیاسی چارو کارپیژاند وحید مژده زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې دمینځنی ختیځ او دلویدیځې اسیا په هیوادونو د وسلو خرڅول او د قدس دنیواکګر رژیم د امنیت تامینول د امریکا د ولسمشر ټرمپ ترټولومهم هدفونه وبلل .


هغه ټینګار وکړ امریکا په مینځنی ختیځ کښې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره چې داسرائیلو دامنیت ساتل او د لویدیځې اسیا اودمینځنی ختیځ په هیوادونو دوسلو خرڅول پکښې شامل دی په سخته په دغو سیمو کښې د تاوتریخوالی د رامینځته کولو سیاست تعقیبوی .
د افغانستان تکړه لیکوال وحید مژده وویل څرنګه چې په سیمه کښې د تاوتریخوالی دختمولو او د سولې دساتلو لپاره دایران هڅې د امریکا دهدفونو د پوره کیدا په لاره کښې ستر خنډ دی نو واشنګټن په ایران ددباو د راوړلو لپاره له اټومی موافقې ووت .
وحید مژده له اټومی موافقې دامریکا وتل ددغه هیواد له داخلی کمزورتیا څځه سرچینه اخیستونکی وبلل او ویې ویل امریکا په نړۍ کښې دخپل نړیوال موقعیت د له لاسه ورکولو په حال کښې ده .
دافغانستان سیاسی کارپیژاندی وحید مژده په دې خبرې سره چې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له بدمعاشۍ ډک سیاستونه به دغه هیواد له څنګ ته کیدا سره مخ کړی وویل ټرمپ د صهیونیسټ رژیم د امنیت دتامینولو لپاره حتی خپل اروپایی متحدان هم پریښودلی دی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي