برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

وحید مژده په یاد ناسته

آریانانیوز: دیورپوړت له مخی د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې په همکارۍ د مرحوم احمد وحید مژده په یاد ناسته جوړه کړې وه، په یاده ناسته کې یو شمېر لیکوالو او سیاسي فعالانو د مرحوم احمد وحید مژده د شخصیت په تړاو ویناوې وکړې
د خبرو په ترځ کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رئيس استاد نصیر احمد نویدي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د مرحوم احمد وحید مژده په شخصیت او فعالیتونو خبرې وکړې؛ مرحوم مژده نه یوازې فرهنګي شخصت و بلکې د څېړنې په ډګر کې هم پېژندل شوې څېره وه، نوموړی د يو معتدل مزاج خاوند و، هېڅکله يې له يوه سياسي جهت څخه د مخالف د ځپلو هڅه نه کړله او موږ به د خپلواکۍ په لاره کې د مرحوم مژده مبارزې ته دوام ورکوو. تل پاتې سولې ته د رسېدو نه وروسته موږ کولی شو، چې مرحوم مژده په څېر سرمایو نه ساتنه وکړو، همدارنګه مرحوم احمد وحید مژده په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو په پار هڅې کولې او دا یې ارمان ؤو، چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي
د ویسا ورځپاڼې مسؤول مدیر محمد زبیر شفیقي وایي چې مژده سوچه او سپېڅلی فکر درلود او په فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مژده هڅې د قدر وړ دي، د نوموړي ترور یو بشري جنایت او د افغانستان لپاره ستره ضایعه ده، همدارنګه ده زیاته کړه د مرحوم احمد وحيد مژده شخصيت درې ځانګړنې لرلې: ۱) ډېره پوهه او مسلسله مطالعه، ۲) د ريښتيا ويلو او کره تحليل جرأت، او ۳) له وطن سره مينه او پياوړې دينداري، ده زیاته کړه چې داسې مرکزونه او ټولنې چې وي نو دا معنې لري چې د مرحوم مژده فکر ژوندی دی، د ستراتېژیکو او سیمه‌څېړنو مرکز او د ګهیځ لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې نه یې مننه وکړه چې د مرحوم مژده په یاد یې ناسته جوړه کړې
د پوهنتون استاد محمد موسی فرېور وايي، چې مژده د آزادۍ اتل ؤو او د آزادی لپاره یې خپله برحقه مبارزه کوله، نوموړی په افغانستان کې د امریکا د حضور مخالف و، په امریکايي ضد څېره یې شهرت درلود او افغانستان یې یو اشغال شوی هېواد ګاڼه. همدا راز ده ووېلې، چې مرحوم احمد وحید مژده یو سوچه او سپېڅلی فکر درلود، چې په اغلب ګومان د خپل فکر قرباني شوی دی
دافغانستان د خبريالانو د ملاتړ د صندوق رئيس محمد اصف وردګ دغه ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې د مژده ترور یو بشري جنایت دی او د ده مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایع ده. همدارنګه ده د مرحوم احمد وحید مژده د کورنۍ سره د خبریالانو د ملاتړ د صندوق نه د یو لک افغانیو مرستې وعده هم وکړه
د لیکوال او شنونکي وحید مژده پر مړینې په کور دننه ګڼ غبرګونونه داسې مهال دي چې تراوسه هېڅ فرد او یا ډلې د وحید مژده د ترور مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي