آریانانیوز: د بریښنا د یوه ویاند په وینا ، د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي د ازبک اړخ سره په تماس کې دي او کار کوي چې دا مسله ژر تر ژره حل کړي...
د بریشنا شرکت وایی: د ازبکستان وارداتي بریښنا د کابل په ګډون په 13 ولایتونو کې قطع شوې ده.
د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ (مرغومی په 17مه) وویل چې ستونزه د ازبک بریښنا تولید سیستم څخه د تخنیکي ستونزو له امله وه.
دا لا څرګنده نده چې دا ستونزه به کله حل شي؛ خو ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې د برشنا تخنیکي کارکوونکي له ازبکي اړخ سره په تماس کې دي او د ژر تر ژره مسلې د حل لپاره کار کوي.
افغانستان له ازبکستان څخه ۴۶۰ میګا واټه بریښنا واردوي چې له دې جملې څخه یوازې 300 میګا واټه کابل ته ځانګړې شوې.