برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان سره د مرستې لپاره ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو

فقر

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.


د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د ۶۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د لوږې له ریکارډ وروسته په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب یو څه ښه شوی دی. خو بیا هم له څلورمې برخې څخه زیات نفوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، سږ کال به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه