برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي خپل حضور ته ومانه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.


په دغه کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وویل، دا هراړخیز پلان دی او موثریت به یې هغه مهال د پام وړ وي چې بشپړعملي او تطبیق شي.

په دغه کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ، د هغه پر هراړخیز تطبیق ټینګار وشو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي