برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د دلکشا ماڼۍ جومات افتتاح کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین له ډبرنې لوحې څخه د پردې په لرې کولو سره په ارګ کې د دلکشا ماڼۍ جومات د لمونځ کوونکو لپاره پرانیست.

د هېواد جمهوررئیس د جمعې لمانځه تر ادا کولو وروسته چې یو شمېر جیدو علماوو هم په‌کې حضور درلود، د وري په لومړۍ نیټه د تروریستي برید د شهیدانو روح ته د دعا کولو تر څنګ د دغې پېښې ټپیانو ته د روغتیا هیله وکړه، وې ویل: نن موږ خپله یوه مهمه وجیبه ترسره کوو، د ملي وحدت حکومت یوه مهمه برنامه د جوماتونو جوړول او بیارغاول دي.

هغه زیاته کړه: څه باندې ۱۱۰کاله کېږي چې د ګلخانې جامع جومات جوړ شوی دی او په ارګ کې دا دویم جومات دی چې زموږ مسلمان وطنوال یې شاهدان دي.

جمهوررئیس وویل، د خرقې شریفې، روضیې مبارکې، پل خشتي او عیدګاه او نور جوماتونه د جوړېدو او بیارغاونې په حال کې دي او په ملي بودجه کې د جوماتونو د ترمیم او جوړولو لپاره هر کال زیاته بودجه تخصیص کېږي او په دې اړه زموږ اراده واضح ده.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ: د هېواد جوماتونه باید په داسې بڼه جوړ او ورغاول شي چې زموږ راتلونکو نسلونو ته جهاد، عقیده او ایمان تداعي کړای شي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: دا چې په ارګ کې بېلابېل مراسم او غونډې جوړېږي، د پنځه وخته لمانځه لپاره باید د ارګ په هره څنده کې جومات ته لاسرسی موجود وي، تر څو خلک دغه دیني فریضه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دلکشا ماڼۍ جومات په ۱۳۷۶ هـ ش کال کې په ابتدايي توګه ودان شو چې د اساسي ترمیم چارې یې په ۱۳۹۶کال کې پیل شوې.

د جومات داخلي مساحت ۲۲۰متر مربع دی او ۱۵۹متر مربع سایه‌بان لري چې په یو وخت کې ۵۵۲ لمونځ کوونکي په‌کې ځایږي. د جومات غولی د ګزک له ډبرو رغیدلی، داخلي دیوالونو کې یې د هلمند د رخامو او باندنۍ ستنو کې یې د وردکو ډبرې کاریدلي دي، دروازې او کړکۍ یې له ارچه لرګیو څخه جوړې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي