برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امریکا په افغانستان کې طالبانو ته د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو تهدید وکړ

آریانانیوز: په داسې حال کې چې طالبان ټینګار کوي چې هېوادونه باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان ته د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ګواښ وکړ.


دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرایس وويل که طالبان دتروريستي ډلو پرخلاف اقدام ونه کړي نو واشنګټن به دډرون بريدونو تر څنګ نور اقدامات هم وکړي.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته دا لومړی رسمي ګواښ دی چې واشنګټن د طالبانو پر وړاندې کوي.

په همدې حال کې طالب چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

په هرصورت، نیډ پرایس ویلي چې متحده ایالات به د ترهګرو ډلو په وړاندې د طالبانو اقداماتو ته انتظار ونه باسي.

نیډ پرایس وویل: موږ په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره امکانات لرو. موږ دا ځواک د ایمن الظواهري په وژلو سره وښود.

شریک یي کړئ!