برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, 2 ژانویه , 2021 لنډ لینک :

امرالله صالح: د طالبانو باج اخیستونکي، په لست کې دي

آریانانیوز: د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې د افغانستان خلک په زیاتیدونکي ډول د طالب غړو د باج اخیستلو په اړه شکایت کوي ، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي...


د ولسمشر لومړي مرستیال ، امرالله صالح نن سهار د شپږ نیمې غونډې په راپور کې وویل چې د پولیسو د ۱۱۹ ریاست له ټول افغانستان څخه هره ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ تلیفونونه تر لاسه کوي ، چې خلک یایې پولیسو ته خبر ورکوي یا په ځانګړو مواردو کې د پولیسو مداخلې غوښتنه کوي.

ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې ځینې دغه تماسونه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه راغلي دي. د هغه په وینا ، خلک دطالبانو لخوا د اخاذۍ او باج اخیستلو په اړه شکایتونه کوي.

لومړي مرستیال یادونه وکړه چې د کلونو په جریان کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون لوړ و ، طالبانو په نا امنه سیمو کې د فعالیت کونکو شرکتونو څخه باج اخیستل. مګر دا باج اخیستل و اوس د عام خلکو او موټر مالکینو کچې ته رسیدلی.

البته ، له طالبانو څخه د باج اخیستلو سربیره ، طالبان هم په زوره له خلکو څخه د عشر په نامه نوری پیسې هم راټولوي.

ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې باج اخیستونکی طالبان په لست کې دي. او یو شمیر یې د دولت ترکنترول لاندې سیمو کې نیول شوي دي. دا پروسه دوام لري. په دې هیله چې یوه ورځ به زموږ خلک د وحشت او جهالت ډلې له بند څخه په بشپړ ډول آزاد شي.

شریک یي کړئ!