برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې تر ۱۵ میلیونو زیات خلک وږي دي

فقر

د خوړو د نړیوال پروګرام یوه ویاند ویلي، په افغانستان کې ۱۵،۸ میلیونه وګړي وږي دي.


په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویاند فیلیپ کروف وايي، په هېواد کې ۱۵،۸ میلیونه کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له لوږې سره مخ دي.

کروف وویل، له دې څخه ۳.۵ میلیونه د خوراکي ناامنۍ له بیړنۍ کچې سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، تېر زیږېدیز کال په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې په خوارځواکۍ اخته وې.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې لږ تر لږه دوه میلیونه نجونې او هلکان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په حاد او متوسط خوارځواکۍ سره اخته وو.

کروف وویل، حاد خوارځواکۍ یو له بدو شیانو څخه دی چې له بده مرغه په منظم ډول د ماشومانو د مړینې لامل کیږي.

د ډبلیو ایف پي دغه چارواکي ټینګار وکړ:
دلته ډیری میندې د دوکاندارانو او خپلوانو څخه د خوراکي توکو او پیسو په پور اخیستو متکي دی. دوی د ځان او خپلو ماشومانو د پاملرنې لپاره خورا لږ امکانات لري.

نوموړي په دې خبرو کې دا هم يادونه وکړه، چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته ښځې د کار او پيسو ګټلو له فرصته بې برخې شوې دي.

د کروف په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه ښځې او ماشومان د بودیجې د نشتوالي له امله له مرستو محرومې شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د مرستو له کمېدو سره به په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي