برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په نړیوالی جزایی محکمی کی د روهینګیایی مسلماناو په وژلوکی غور

آریانانیوز: نن دمیانمار حکومت (برمی) پرضد شکایتونو ته دمیشتی نړیوالی محکمی لخوا دنسل وژنی په تورغورپیل کیږی.
دغه شکایت دآفریقا په لویدیځ کی دګامبیا حګومت لخوا محکمی ته ورکول شوی دی. چی د۲۰۱۷ میلادی کال د روهینکیا دمسلمانامو په وژلوپوری اړه لری .
دمیانمار اردو اوپه هغوپوری اړوند کسان د روهینکیا دمسلمانانو په وژلو ،دجایدادونوپه ویجاړلو اود هغوی څو لکوکسانو په کډوالولوکی تورن دی.
ګامبیا دنړیوالی محکمی په جوړولوکی دتړون له امضاء کونکی څخه دی.
دګامبیا حکومت دروهینګیا دمسلمانانو دځورولودژرختمولودحکم صدور اوهمدا راز دهغوی سره دمیانمار حکومت دتیرچنلد دغور غوښتونکی شوی دی.
ګامبیا د رم تړون یی امضاء کړی نه دی. خو د رم دتړون امضاء کونکی دنړیوالی جزایی محکمی صلاحیت یی منلی دی.
انک سان سوچی چی دمیانمار حکومت مشری په غاړه لره لاهی ته تللی ده چی په محکمی کی له خپله هیواده څخه دفاع په غاړه واخلې.
امکان یی شته چی دهغی دفاعیات ترچهارشنبی روځی پوری وغځول شی.اوهغی داسی دلیلونه وړاندی کړې چی کیفری محکمه په دغه دوسیی کی دغوړصلاحیت نه لری.
اوهغی ادعا به وکړی چی دمیانمار حکومت یوازی دروهینګیا وسلوالی ملیشی یوه ډله یی په نښه کړی وو.
دروهینګیایی مسلمانانو وژل هغه مهال ترسره شوی دی چی دحکومت واقعی مشری انک سان سوچی په واک کی وه.چی دمسلمانانودوژلو د
مخنوی دنه کولوله کبله دنړیوالولخوا ترسخت نیوکی لاندی راغلی اودهغی اعتبارسخت زیانمن شوی وه سیاسی شناندی وایی که سوچی دمیانمار داردو تاوتریخجن اقداماتو څخه دفاع په غاړه واخلی دهغی اعتبار لاهم خرابیږی.

شریک یي کړئ!