برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

پیسکوف: امریکا نور د نړۍ د کنټرول توان نه لري

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ امریکا نور په یوازې سر د نړۍ د کنټرول توان نه لری او نه شی کولای نړۍ په خپلو لاسونو کې وساتي.


د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې امریکا نور د ټولې نړۍ د کنټرول او تسلط توان نه لري او د اقتصادي پراختیا مرکزونه له لویدیځ څخه جنوب ختیځ ته په حرکت کې دي.

د “آر تي” د راپور له مخې هغه په دې باندې په تاکید سره چې هر څه د نړۍ د څو قطبی کیدو په لور روان دی وویل: امریکا نور نه شی کولای په هژموني سره نړۍ تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

پیسکوف دې ته په اشارې سره چې نفوس په ختیځ کې زیات دی، زیاته کړه: د پرمختګ، اقتصادی او سیاسی پراختیا مرکزونه هم له لویدیځ څخه د سیارې جنوب ختیځ ته مهاجرت کوی. هغه ټینګار وکړ: که نفوس زیات وی، بازار به لوی او د پرمختګ سرعت به چټک شی.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سنټ پیترزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د نړۍ د پرمختګ مرکزونه د اسیا وچې ته په حرکت کې دي او روسیه باید ورته نږدې شي.

د روسيې جمهور رئيس زياته كړه، روسيه په پام كې لري چې په شپږو كلونو كې د علمي څېړنو او ډيزاين او تجربوي كارونو د اندازې له مخې د نړۍ په لسو سترو هېوادونو كې شامل شي. هغه دې حقیقت ته په اشارې سره چې د روسیې اقتصاد د پیرودلو د قدرت د برابرۍ په برخه کښې له جاپان او جرمني نه مخکې شوی او په نړۍ کې څلورم مقام ته رسیدلی دی، ټینګار وکړ چې نور هیوادونه به ونه دریږي او د روسیې مشري باید ثابته ته شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي