دیوراپورله مخی دامریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ووټل چې له مصر رانیولې تر پاکستان پورې په شلو هیوادونو کې د امریکا د پوځی فعالیتونو دڅارنې دنده هم په غاړه لری ، له رسنیو سره په غونډې کې په مینځنی ختیځ سیمې کې ئې له خپلو لاسوهونکو فعالیتونو ته له اشارې پرته وئیلی دی ، دایران فعالیتونو په دغې سیمې کې دواشنګټن ګټې له خطرې سره مخامخ کړی دی .
جنرال جوزف ووټل مدعی شوی ، ایران له خوا په مینځنی ختیځ کې دامریکا د ګټو د جدی ګواښ په مقابل کې به واشنګټن دخپلو ګټو دفاع وکړی . هغه د سیمې د ملتونو په ضد دامریکا لاسوهنې او سلطه غواړی اقدامات ، په لویدیځی آسیا یا مینځنی ختیځ سیمې کې دواشنګټن تل پاتې ملی ګټې نومولی دی .
جنرال ووټل ددې ادعا په مطرح کولو سره چې په سورئې کې د دغه هیواد عملیاتو موخه ایران نه بلکې داعش ډله ده ، په عین حال کې وئیلی دی، واشنګټن به دایران په مقابل کې دخپلو متحدانو کلکه دفاع وکړی .