آریانانیوز: د امریکا په سنا کې د ډیموکراټانو مشر وویل سنا پریکړه لیک ته په پام سره ټرمپ نور د جمال خاشقجی د قتل په جنایت سترګې نشی پټولې .
د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل را پور سره سم سینټر چاک شومر وویل د سنا درست دیموکرات او جمهوری غواړی غړی د خاشقجی د وژلې په غندلو او په دغه وژله کې د بن سلمان په مسول بللو متحد شوی دی .
ده ټینګار وکړ په دغو شرایطو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ په دغه جنایت سترګې نشی پټولې .
جمال خاشقجی د ۲۰۱۸ میلادی کال د اکتوبر په دهمه په استنبول کی د عربستان په کونسلیټ کې د بن سلمان په حکم په بوږنونکی ډول ووژل شو .