وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا په حکومت کښې د اختلافاتو په زیاتیدا سره د سپینې ماڼۍ دکارکونکو د کمیټۍ مشر جان ایف کیلی (John F. Kelly)له خپل مقام څخه څنګ ته کیږی.
هغه د روان میلادی کال په اووړی کښې له خپل مقام څخه استعفا ورکوی.
دغه راپور وایی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د کارکونکو د کمیټۍ دمشر جان کیلی د ځای ناستی دټاکلو لپاره له خپلو سلاکارانو سره کتنې پیل کړی دی.
جان کیلی مخکې ویلی وو زه نیت نلرم له یوه(۱) کال څخه زیات په خپل مقام فعالیت وکړم.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ او دحکومتی چارواکو د څنګ ته کولو او د استعفا ورکولو بهیر مخینه نلری.