آریانانیوز: د یورپوټ له مخې پاکستاني رسنيو وويل، په دغه نښته کښې چې پرون رامنځته شوه يو ماشوم مړ او بل ژوبل شو.
په جمو او کشمير کښې د خاصو اختياراتو د لغو کولو او د دغې سيمې د نفوسي جوړښت د بدلولو لپاره د هند د حکومت له فېصلې وروسته د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.