آریانانیوز: سرچینو راپور ورکړ چې لږترلږه درې راکټونه په بغداد کې د متحده ایالاتو پر اډه ولګېدل...
په عراق کې یوې امنیتي سرچینې ، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ، وویل چې د کاتیوشا دوه راکټونه د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته څېرمه په نښه شوي دي.
د یوې نا پیژندل شوې سرچینې په وینا ، دغه دوه راکټونه د پلازمینې لویدیز کې د الجهاد له سیمې توغول شوي دي له برید وروسته ، الارم سیرن هوایی ډګر ته څېرمه د متحده ایالاتو په پوځي اډه کې غږیدلی.
سرچینې د پیښې په اړه نور جزیات نه دي.
په ورته وخت کې ، صابر نیوز ویب پاڼې په بغداد کې د متحده ایالاتو پر اډه د برید خبر ورکړ. پدې برید کې ، درې توغندي په قرارګاه ولګیدل.
د راکټي حملو مسله د بغداد حکومت لپاره ننګونه بلل شوې.