آریانانیوز: زرګونو فلسطینیانو د ستنیدو د حق د مظاهرو په څلور دیرشمه جمعه د (اړیکو سمول خیانت دی) تر عنوان لاندې له نیواکي ځمکو سره د غزې په سرحدي تړانګه کښې مظاهرې وکړې.
د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د رپورټ له مخې د فلسطین خلکو پرون له صهیونیسټي دښمن سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو په غندنې سره د اسرائیلو د رژیم بیرغ او د دغه رژیم د جنګ د استعفا کړي وزیر اویګډر لیبرمین انځورونه وسوزول.
په عین حال کښې د صهیونیسټي رژیم پوځي ځواکونو پر فلسطیني مظاهره چیانو ډزې وکړې او په پراخه پيمانه یې پرې اوښلن ګیس وپاشه چې پکښې تراوسه له ۴۰ زیات فلسطینیان زخمي شوي دي.