آریانانیوز: د جروزالم پوسټ صهیونیسټي ورځپاڼې د ویب سایټ دراپورپه اساس ، د څارنې د یو داخلي سیسټم د کیمرې ویډیو ښودنه کوي چې نتانیاهو په خپلو اوزګارو وختونو کښې د ایران په هکله د (ډیلي بسټ) ویبسایټ د یوې مقالې په لوستلو لګیا دی.
دغې صهیونیسټي ورځپاڼې زیاته کړه: د نتانیاهو دغه ویډیو ښودنه کوي چې نتانیاهو د خپلې کابینې د اطلاعاتو له وزیر یسرائیل کاټز سره په غونډه کښې د دغې مقالې په هکله خبرې کوي.
دا ښودنه کوي چې نتانیاهو په سیمه کښې د ایران له ورځ په ورځ زیاتیدونکي قدرته ویریدلی او حتی تل ابیب ته د امریکې د لوړرتبه چارواکو سفر هم د هغه دغه اندیښنه کمه نه کړه.