آریانانیوز: د العالم چینل د راپور له مخې د امریکایي ایتلاف الوتکو پرون مازیګر دغه کلی بمباري کړ. ځایی سرچینو له دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر څلور تنه اعلان کړی و.
په لندن کې میشته د سوریې د بشري حقوقو څارونکي د سوریې د ختیځ په دیر الزور کې په باغوز کلي د امریکا تر کوماندې لاندې د تش په نامه داعش ضد نړیوال ایتلاف د الوتکو په حملو کې د شپاړسو ملکي کسانو منجمله اوو ماشومانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د العالم چینل د راپور له مخې د امریکایي ایتلاف الوتکو پرون مازیګر دغه کلی بمباري کړ. ځایی سرچینو له دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر څلور تنه اعلان کړی و.
د سوریې دولت په ځلونو د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د لیکونو په استولو سره له هغوي غوښتې چې په سوریه کې د امریکایي ایتلاف جنایتونه پای ته ورسوي.
ایروارزڅارونکې ډله چې په عراق او سوریه کې دامریکا د تش په نامه داعش ضد ایتلاف حملې څاري په دا وروستیو کې اعلان وکړ چې په عراق او سوریه کې د امریکایي ایتلاف په هوایی حملو کې له دوه زره څوارلسم کاله تر اوسه تر پینځو زرو زیات ملکي کسان وژل شوې دي.